ښاغلی متقي: غواړو د افغانانو او ترکانو اړیکې غښتلې او دوامداره کړو
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ترکیې استانبول ښار کې د اسماعیل آغا لوی علمي مرکز څخه لیدنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، چې ښاغلي وزیر د دې علمي مرکز استادانو سره کتلي او د یاد مرکز مؤسس مرحوم شیخ محمود افندي ته یې دعا کړې.
د افغانستان وزیر دې کتنه کې د حديثو او تخصص طالـبانو ته وینا او سپارښتنې هم کړې او دوی ته یې ویلي، چې افغانان او ترکان ژورې ديني، مذهبي او تاريخي اړيکي لري او اميد لرو چې دا اړيکې بیرته را ژوندۍ، تقويه او دوامداره کړو.
د یادونې وړ ده، چې مولوي امیرخان متقي تېره ورځ ترکیې هېواد ته تللی دی او استانبول کې یې د افغانستان قونسلګرۍ او همدارنګه یې هلته له یو شمېر نړېوالو سازمانونو او بنسټونو چارواکو سره کتلي دي.