راشد له څلور کلونو وروسته هېواد ته راستون شو
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشد له څلور کلونو وروسته هېواد ته راستون شو، چې د کرېکټ بورډ مسئولینو او لوبغاړو له تود هرکلي سره مخ شو.
راشد خان د هند کرېکټ غوره لیګ کې له ګجراټ لوبډلې تر لوبېدو او زیاتو مصروفیتونو ورسته نن سهار بیرته هېواد ته راستون شو.
راشد خان په دې وروستیو کې د بغلان ولایت له سېلاب ځپلو سره یونیم میلیون افغانۍ مرسته هم اعلان کړې وه.