سردار داوود خان روغتون کې د مصنوعي غړو پروتیز مرکز پرانیستل شو

سردار داوود خان روغتون کې د مصنوعي غړو پروتیز مرکز پرانیستل شو روغتیا
د زنګون اتومات مصنوعي برخو کې خدمات وړاندې کوي

ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد فاضل مظلوم له لوري سردار محمد داوود خان روغتون کې د معلولینو لپاره د مصنوعي غړو پروتیز مرکز پرانیستل شو.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه مرکز د اسلامي اردو او مخکینۍ ادارې معلولینو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د لاس او پښو، نل ساق او د زنګون اتومات مصنوعي برخو کې خدمات وړاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه وزارت تر دې وړاندې ویلي و د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د سردارمحمد داوود خان روغتون زیات مجهز او د تېر په پرتله یې خدمات معیاري شوي دي.

تړلي موضوعات