سبا پنجشنبه د هېواد په ډېری برخو کې د ورښتونو اټکل شوی دی
د افغانستان ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سبا پنجشنبه د غوايي یا ثور په ۲۷ مه د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی.
د یادې ادارې په لېکنه، هرات، فرا، غور، بادغیس، سرپل، بامیان، سمنګان، بلخ، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار ، پنجشیر، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، غزني او لوګر کې د باران ترڅنګ د تالندې، برښنا او سیلابونو راوتلو احتمال شته.
د هېواد شمال کې د خونړیو سېلابونو اوونۍ لا نه ده پوره، چې د هېواد په ډېری سیمو کې یو ځل بیا د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو وړاندوېنه کیږي.
افغانستان د اقلیم بدلون له کبله د نړۍ په کچه شپږم هېواد دی چې له طبیعي پېښو زیات زیانونه ویني.
وچکالي، زلزلې، ځنګلي سیمو کې اور لګېدنه، ځمکه ښوییدنه، د بې وخته ورښتونو په پایله کې د سېلابونو راوتل او ډېر نور د اقلیم بدلون هغه اغیزې دي چې افغانستان ور سره ډېر مخ کېدونکی دی.