د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره ستر ملي نندارتون جوړېږي

د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره ستر ملي نندارتون جوړېږي سوداګرۍ او اقتصاد
تولیدي شرکتونه او افغان صنعتکاران خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکوي، چې د کورنیو تولیداتو د ودې او پیاوړتیا لپاره په کابل کې پنځه ورځنی ستر ملي نندارتون جوړوي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه نندارتون به د روانې غوایي میاشتې له ۲۳مې تر ۲۸ مې نېټې پورې دوام وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي په دې نندارتون کې به کورني تولیدي شرکتونه او افغان صنعتکاران خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

د یادولو ده، چې په تېرو نږدې درېیو کلونو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کورنیو تولیداتو د ودې او پراختیا او له صنعتکارانو څخه د ملاتړ لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې نندارتونونه جوړ کړي دي.

تړلي موضوعات