روغتیا نړېوال سازمان دې د روغتونونو سمبالولو کې مرسته وکړي

روغتیا نړېوال سازمان دې د روغتونونو سمبالولو کې مرسته وکړي روغتیا
د روغتیا مسئله د روغتیا نړیوال سازمان پر وړاندې غیرسیاسي ده

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا نړېوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې له مشرې ډاکټر حنان حسن بلخي سره په کتنه کې ویلي، د پولیو له منځه وړل د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی.

مولوي عبدالسلام په دې کتنه کې د پولیو د تشخیص د لابراتوارونو د فعالولو او د واکسین د تامین، د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د مجهز مرکز جوړول، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي کلینیکونو جوړولو، ماشومانو کې د خوارځواکي مخنیوي په برخه کې د همکارۍ، د څښاک لپاره د پاکو اوبو برابرولو، د متخصصینو د روزنې او په طبي وسایلو د روغتونونو او کلینکونو د سمبالولو په برخو کې د روغتیا له نړیوال سازمان نه د مرستې غوښتنه کړې.

په دې کتنه کې ډاکټر حنان بلخي ویلي، د روغتیا مسئله د روغتیا نړیوال سازمان پر وړاندې غیرسیاسي ده او د دې سازمان له لومړیتوبونو څخه ده.

اغلې حنان زیاته کړې، د روغتیا نړېوال سازمان له نورو بین المللي ارګانونو او اروپایي ټولنې سره په ګډه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د روغتیایي مرکزونو د جوړولو لپاره درې کلنه پروژه په پام کې لري.

نوموړې افغانانو ته د روغتیا او تعلیم په برخه کې د غوره شرایطو د برابرېدو هیله ښودلې.

تړلي موضوعات