نړېوال بانک افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې پیلوي

نړېوال بانک افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې پیلوي بیارغونه او پراختیا
نړېوال بانک

د افغانستان ملي تلوېزیون د مالیې وزارت له قوله خبر ورکړی، چې نړېوال بانک د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې افغانستان کې خپل فعالیتونه بیا پیلوي.

خبر کې د یاد وزارت له قوله زیات شوي، چې د پرله‌پسې مذاکراتو په پایله کې مالیې وزارت له نړېوال بانک سره دې هوکړې ته رسېدلی چې افغانستان کې د خپلو ۴۵ نیمګړو پروژو چارې بیا پیل کړي.
د یادونې وړ ده، چې کابل کې د جاپان د سفیر مرستیال تاکایو تانیموتو هم نږدې درې اوونۍ وړاندې ویلي و، چې جاپان هېواد د خپلو هغو پروژو د بشپړېدو هوډ لري، چې دا مهال افغانستان کې نیمګړې پاتې دي.

تړلي موضوعات