د ارغستان لورې بند د امکان سنجي مطالعاتو او تفصیلي ډيزاین تړون لاسلیک شو
د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د کندهار ولایت د ارغستان لورې بند د امکان سنجي مطالعاتو او تفصیلي ډيزاین تړون د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شو.
وزارت ویلي، چې دا تړون د دې وزارت وزیر ملا عبداللطیف منصور د افغان- جرمن باختر شرکت له رئيس سلطان احمد سروري سره لاسلیک کړی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې له دغه قرارداد سره سم به نوموړی شرکت د کان په بدل کې د ۱۰۲ میلیونه افغانیو پانګونې په لګښت د کندهار ولایت د ارغستان لورې بند د مطالعاتو امکان سنجي او تفصیلي ډیزاین د ۱۸ میاشتو په موده کې ترسره کړي.
یاده دې وي، چې د لورې بند د موسمي اوبو د زېرمه کولو، د سېلابونو د مخنیوي، د برېښنا د تولید او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په هدف جوړېږي، چې جوړېدو سره به د ارغستان زرګونه هکټاره کرنیزه ځمکه خړوب کړي.