اروپايي ټولنې افغانستان سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې

اروپايي ټولنې افغانستان سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې نړۍ
د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنې تازه د راستانه شویو افغان کډوالو او هرات زلزله ځپلو سره د ۶۱ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی.

یادې ټولنې تېره ورځ ویلي، چې دا مرسته د افغان کډوالو او هرات زلزله ځپلو د ملاتړ په موخه کوي، چې افغانستان کې د بشري مرستو سازمانونو ته به وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې متحده عربي اماراتو هم افغان کډوالو سره د ۲۰ زره خیمو مرسته کړې، چې یاده مرسته تېره ورځ کابل ته را ورسېده.

تړلي موضوعات