مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي همکاریو سازمان استازي ته: د افغانستان واقعیتونه نړۍ ته منعکس کړئ
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي همکاریو سازمان له مرستيال او د افغانستان لپاره د یاد سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخيت او مل پلاوي سره په لیدنه کې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د شویو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي او له هغوی یې غوښتي، چې د افغانستان واقعیتونه نړۍ ته منعکس کړي.
ښاغلي حنفي دغه راز له اسلامي امارت سره د یاد سازمان د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی.