ګلبهار شرکت د بادي برېښنا تولید برخه کې پانګونه کوي
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د دې وزارت وزیر ملا عبداللطیف منصور د ګلبهار سوداګریز شرکت له رئیس حبیبي سره په کتنه کې د بادي برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د ګلبهار شرکت، په هېواد کې د بادي برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او په دې برخه کې یې د هوکړې او همکارۍ غوښتنه کړې.
د اوبو او انرژۍ وزیر په دې برخه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی دی.
افغانستان د بادې برېښنا د تولید لپاره په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې کافي سرچینې لري.