۱۴۰۲ مالي کال له مالي او اقتصادي پلوه له لاسته راوړنو ډک وو
مالیې وزارت خبر ورکوي، چې له بهرنیو بیلابیلو بندیزونو سره سره ۱۴۰۲ مالي کال د افغانستان لپاره له مالي او اقتصادي لحاظه له بریالیتوبونو او لاسته راوړنو ډک کال وو.
یاد وزارت ویلي، په تېر مالي کال کې د ملي عوایو په شفاف ډولو راټولو تر څنګ ملي بودیجه په ګټوره توګه مدیریت شوې او د دولت ټول عادي او پراختیایي لګښتونه چې د وړم کال په پرتله زیات وه په ټاکلي وخت اجرا شوي دي.
دې وزارت زیاته کړې، چې د ملي بودیجې پر مټ د لړ اقتصادي پروژو په پلي کولو سربیره سوداګریرۍ هم پراختیا موندلې او په ټولیز ډول د تېر کال په پرتله د هېواد اقتصادي وضعیت ښه شوی دی.
په ورته مهال د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۱۴۰۲ مالي کال له ګټورو تجربو څخه به په روان ۱۴۰۳ مالي کال کې د ملي اقتصاد د لا پیاوړتیا په موخه په بېلابېلو مهمو برخو کې ګټه واخیستل شي.