د یوې ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان شهیدان شوي

د یوې ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان شهیدان شوي افغانستان
ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته انتقال شوي

د هلمند ولایت امنیه قومنداني خبر ورکوي، چې ددې ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د یوې درنې وسلې ناچاوده مرمۍ د چاودنې په پېښه کې درې ماشومان شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي. 

مسؤولینو ویلي، دغه مرمۍ د ماشومانو د لوبو پر مهال چاودلې، چې په شهید شویو کې دوه نجونې هم شاملې دي او ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته انتقال شوي. 

د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د تیرو ۴۰ کلونو جګړې پر مهال پاتې چاودیدونکي توکي لا هم د افغان ماشومانو او لویانو ژوند اخلي او وخت او ناوخت دغه ډول چاودنې د افغانستان په بیلابیلو لرې پرتو سیمو کې رامنځته کیږي.

تړلي موضوعات