نیمروز کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۲ کسه نیول شوي

نیمروز کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۲ کسه نیول شوي افغانستان
د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي

کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو ۲۲ کسه د مختلفو جرمونو په تړاو نیولي دي. 

یاد وزارت ویلي، چې دغه کسان د نیمروز ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي. 

په ورته مهال کورنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي، چې دغه کسان په څومره موده او د کومو جرمونو په تړاو نیول شوي.

تړلي موضوعات