تېر کال له ۲۰۰ زره جبري راستنو شویو کډوالو کورنیو سره مرستې شوې
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېرکال یې په ۳۰ ولایتونو کې هېواد ته د جبري راستنو شویو او کورنیو بې ځایه شویو ۲۰۰ زره کورنیو سره مرستې شوې دي.
یاد وزارت ویلي، چې دغه مرستې د یو شمېر نړېوالو مرستندویه سازمانونو په همکارۍ شوي،چې د خوراکي، روغتیایي، ژمنیو توکو، نغدو پیسو، د اشپزخانې، کاري او خیاطي وسایلو بستې په کې شاملي دي.
همدا راز دې کورنیو ته سولر، د سوند توکي، د مرغانو ساتنې وسایل، ماشینونه، د شېدو وزې او غواګانې، خیمې، د صابون تولید وسایل او بخارۍ هم د مرستې په توګه ورکړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د تیر میلادي کال په وروستیو کې کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی وو، چې په ترڅ کې یې په سلګونو زره افغان کډوال راستانه شول او تازه دې هېواد تر یوې میاشتې په کمه موده کې د کډوالو د یوې بلې چوپي د ویستلو پرېکړه کړې.