۲۰۳ منصوري قول اردو کې ګڼ شمېر پوځي وسایط ترمیم شوي
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې په پکتیا ولایت کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو څلورمې لوا درېيم کنډک د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو له لوري ګڼ شمېر بېلابېل ډوله پوځي وسایط ترمیم او ګټي اخیستنې ته وسپارل شول.
یاد وزارت ویلي، په دغو وسایطو کې ۱۲ عرادې هاموې ټانګونه، ۱۵ عرادې رنجر، ۱۰ عرادې انټرنېشنل او ۴ عرادې امبولانسونه شامل دي.
د یادونې ده، چې د ملي دفاع وزارت اړوند په بېلابېلو پوځي مرکزونو کې د تخنیکي انجنیرانو له لوري په زرګونو عرادې پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.