د مالیزیا بین المللي اسلامي پوهنتون په علمي برخو کې د افغانستان له پوهنتونونوسره همکاري کوي

د مالیزیا بین المللي اسلامي پوهنتون په علمي برخو کې د افغانستان له پوهنتونونوسره همکاري کوي افغانستان
د دې هېواد د بین المللي پوهنتونونو د تجربو د تبادلې لار پرانیزي

د مالیزیا بین المللي اسلامي پوهنتون رئیس تان سري شمس الدین عثمان په مالیزیا کې د افغانستان د اسلامي امارت له سفیر نقب الله احمدي سره په کتنه کې د افغانستان له پوهنتونونو سره په علمي برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. 

مالیزیا کې افغان سفارت ویلي، چې دواړو لورو په دې کتنه کې د افغان زده کړیالانو پر ستونزو، افغان زده کړیالانو ته د تحصلي زمینو زیاتولو او نورو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي. 

په دې کتنه کې د مالیزیا د بین المللي اسلامي پوهنتون رئیس له افغان زده کړیالانو سره د همکاریو پر دوام ټینګار کړی او په دې پوهنتون کې یې د افغان زده کړیالانو د ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی. 

په ورته مهال په مالیزیا کې د افغانستان د اسلامي امارت سفارت ویلي، هڅه کوي چې د افغانستان له پوهنتونونو سره د دې هېواد د بین المللي پوهنتونونو د تجربو د تبادلې لار پرانیزي.

تړلي موضوعات