له کډوالو سره د ګاونډیو ناسم چلند به د راستنېدنې پروسه نوره هم چټکه کړي

له کډوالو سره د ګاونډیو ناسم چلند به د راستنېدنې پروسه نوره هم چټکه کړي افغانستان
تر یوې میاشتې په کمه موده کې د کډوالو د بلې چوپي د ویستلو پرېکړه کړې

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چاور وزیر خلیل الرحمن حقاني په کابل کې د قطر هېواد له سفیر سعید بن مبارک الخیارین سره په کتنه کې د راستنو شوو کډوالو په ستونزو او اړتیاوو خبرې کړې دي. 

په دې کتنه کې ښاغلي خلیل الرحمن حقاني ویلي، له افغان کډالو سره د ګاونډیو له لوري ناسم چلند ښایي په راتلونکي کې د راستنېدنې پروسه نوره هم چټکه کړي. 

نوموړي زیاته کړې، د خپل پلان له مخې هڅه کوي، چې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي خو په دې برخه کې د بشرپاله هېوادونو په ځانګړي ډول د قطر مرستو ته هم اړتیا شته. 

بلخوا په دې کتنه کې د قطر سفیر الخیارین له خپل لوري له کډوالو سره د هر اړخیزو مرستو د چمتووالي خبر ورکړی او زیاته کړې یي ده، چې دغه غوښتنې به له خپل حکومت سره شریکې او په اړه به یې لازمې هڅې وکړي. 

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د تیر میلادي کال په وروستیو کې کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی وو، چې په ترڅ کې یې په سلګونو زره افغان کډوال راستانه شول او تازه دې هېواد تر یوې میاشتې په کمه موده کې د کډوالو د بلې چوپي د ویستلو پرېکړه کړې.

تړلي موضوعات