۸ تنو بهرنیو سیلانیانو باماینو ولایت ته سفر کړی

۸ تنو بهرنیو سیلانیانو باماینو ولایت ته سفر کړی افغانستان
د نړۍ له جاذبو تاریخي اثارو څخه ګڼل کیږي لیدنه ښودلې

اطلاعاتو کلتور وزارت خبر ورکړی، چې د سلواکیا هېواد اته تنو اوسېدونکو بامیانو ولایت ته د سیاحتي او لرغوني سیمو څخه د لیدنې په موخه سفر کړی دی. 

یاد وزارت د بامیان ولایت د اطلاعاتو کلتور د رئیس مولوي صفي الله رائد له قوله ویلي، د امنیت ټینګښت او د لیدنې وړ سیاحتي او لرغونې سیمې د دې سبب شوي، چې بهرني او کورني سیلانیان د سیاخت په موخه راشي. 

بلخوا د دغو سیلانیانو له ډلې پیټر کیس بامیان ولایت ته په ورتګ خوښي ښودلې او د خپل د سفر موخه یې د بودا تاریخي مجسمې څخه چې د نړۍ له جاذبو تاریخي اثارو څخه ګڼل کیږي لیدنه ښودلې. 

نوموړي زیاته کړې، افغانستان ته د سفر په ترڅ کې یې د کابل، هرات او مزارشریف له تاریخي ابداتو څخه لیدنه کړې او له خوږو او تلپاتي خاطراتو سره به بیرته هېواد ته ستون شي. 

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او امنیت ټینګښت وروسته په زرګونو بهرني سیلانیانو افغانستان ته مخه کړې او د هېواد له تاریخي او سیاحتي ځایونو څخه لیدنې کوي.

تړلي موضوعات