هېوادوال دې په خپلو سیمو کې نیالګي کېنوي او پاللو ته یې پاملرنه وکړي

هېوادوال دې په خپلو سیمو کې نیالګي کېنوي او پاللو ته یې پاملرنه وکړي افغانستان
د هېوادوالو په روغتیا مثبته اغېزه لري

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ارګ په انګړ کې د نیالګيو کېنولو پر مهال له هېوادوالو غوښتي، چې په خپلو سیمو کې نیالګي کېنوي او پاللو ته یې بشپړه پاملرنه وکړي.

ملا عبدالغني برادر ویلي، د نیالګیو په کېنولو سره به له یوه لوري د هېواد ښکلا څو برابره، او له بلې خوا چاپېریال خوندي شي، چې دا دواړه د هېوادوالو په روغتیا مثبته اغېزه لري.

د یادونې وړ ده، چې سږ کال به یوازې په کابل ښار کې دوه میلیونه مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول شي، چې په دې سره به د کابل ښار ښکلا زیاته او د چاپېریال په پاک ساتلو کې مرسته وکړي.

تړلي موضوعات