د کابل پغمان ولسوالۍ کې د غلو پنځه کسیزه ډله نیول شوې

د کابل پغمان ولسوالۍ کې د غلو پنځه کسیزه ډله نیول شوې افغانستان
له څو ورځو څارنې وروسته له یوه کوره د غلا پر مهال نیول شوي دي

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پلازمینې کابل د پغمان ولسوالۍ امنیه قومندانۍ مسوبینو د غلو یوه پنځه کسیزه وسله واله او مسلکي ډله نیولې ده. 

یاد وزارت ویلي، دغه ډله غله چې په دې ولسوالۍ کې یې په وسله والو غلاو کې ښکیل وو، چې د امنیتي ځواکونو له څو ورځو څارنې وروسته له یوه کوره د غلا پر مهال نیول شوي دي. 

کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې پولیسو له یادو غلو څخه یو لپټاپ کمپیوټر، دوه ځېرک او شپږ ساده مبایلونه، یو ټلوېزیون او دوه میله تومانچې هم ترلاسه کړي دي. 

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د امنیتي ځواکونو په پرله پسې هلو ځلو په هیواد کې د جرمونو ګراف تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

تړلي موضوعات