د دې ولایت لیرې پرتو سیمو ته دې د خدمتونو وړاندې کول پراخ او زیات شي
د نیمروز ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د دې ولایت ټولو لرې پرتو سیمو د سیمه ییزو ادارو د خدمتونو په پراخولو ټینګار کړی دی.
د یاد ولایت له مقام څخه په یوه خپره شوې ویډیو کې ښاغلي خالد ویلي، د ولایت ټولو ولسوالیو ته یې سفر کړی او د دغو ولسوالیو د اوسېدونکو وضعیت یې له نږدې کتلی دی.
نوموړي له ټولو سيمه ييزو مسئولینو په ځانګړې توګه د عامې روغتيا له رياست څخه غوښتي، چې په يادو ولسواليو کې د خدمتونو د وړاندې کولو بهير چټک کړي.
ښاغلي خالد همدارنګه له مرستندویه بنسټونو هم غوښتنه کړې، چې د دغه ولایت لرو پرتو سیمو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.