تېرو ۲۰ میاشتو کې د سوري زړه نږدې ۳۰۰۰ ناروغان روغتونو ته ورپېژندل شوي

تېرو ۲۰ میاشتو کې د سوري زړه نږدې ۳۰۰۰ ناروغان روغتونو ته ورپېژندل شوي روغتیا
ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي

افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې تېره ورځ یې هم د ۱۰ تنه په سوري زړه ناروغۍ اخته لس تنه ماشومان په کابل کې یوه روغتون ته د درملنې په موخه ور وپېژندلي دي. 

د یادې ټولنې د شمېرو له مخې، په تېرو ۲۰ میاشتو کې یې ۲۹۷۳ تنه هغه ماشومان د هېواد بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې په موخه ورپېژندلي، چې سوري زړه په ناروغۍ اخته وو. 

دغې ټولنې زیاته کړې، چې د یاد ناروغانو ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

تړلي موضوعات