امنیتي ځواکونو کابل ښار کې ورانکارې او امن اخلالونکې ډلې له منځه وړې
د کابل امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، چې هغه ورانکارې ډلې او کړۍ یې نیولې چې د کابل په نا امنه کولو کې یې لاس درلود.
د کابل امنيه قومندان مل پاسوال ملا ولي جان حمزه د ریاست الوزرا له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره په کتنه کې ويلي، چې امنيتي ځواکونو د کابل له مرکز او ولسواليو څخه هغه ډلې نيولې دي، چې په انسان تښتونو او نا امنيو کې يې لاس درلود.
ښاغلي حمزه زیاته کړې، امنیتي سرتېري د تېر په پرتله لا ډېر مسلکي شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.
بلخوا په دې کتنه کې سیاسي مرستیال ویلي، امنیتي ارګانونه باید د هغو کسانو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي چې د خلکو امنیت او عامه نظم ګډوډوي.