د کرېکټ بورډ غړو د افغانستان غوره لیګ یا APL په اړه ناسته کړې

د کرېکټ بورډ غړو د افغانستان غوره لیګ یا APL په اړه ناسته کړې سپورت
APLلیګ لومړي پړاو په ۲۰۱۸ کال کې د متحده اماراتو په کوربتوب ترسره شو

د افغانستان کرېکټ بورډ په ایکس پاڼه په خپاره شوي خبر کې راغلي، چې د بورډ غړو په متحده عربي امارتو کې د APL دوهم پړاو ترسراوي په اړه د ټاکل شوي پلاوي راپور ارزولی او د پروسې د لا ښه والي په موخه ورته لازمې لارښوونې شوې دي. 

کرېکټ بورډ زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د ټاکل شوې کمیټې له لوري د APL  په راتلونکي دوهم پړاو سیالیو کې د پانګې اچونې لپاره درې لیواله شرکتونو له ډلې یو به یې د پانګې اچونکي شرکت په توګه غوره شي. 

دې ادارې ویلي، چې ټاکل شوې کمیټې ته د یادو کمپینو د مالي ثبات، تخنیکي اړخونو، پس منظر او د لا ارزونې په موخه دنده سپارل شوې، تر څو خپل وروستی راپور او ارزونې په راتلونکې کې د بورډ له غړو سره شریک کړي. 

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د کرېکټ بورډ مشرتابه او غړو د APL دوهم پړاو لیګ د ادارې او لوبغاړو لپاره خورا مهم بللی او ویلي یې دي، چې وروستۍ پروسه به ډېر ژر بشپړ او د لیګ د ترسراوي په موخه به عملي ګامونه پورته شي.

APLلیګ لومړي پړاو په ۲۰۱۸ کال کې د متحده اماراتو په کوربتوب د ۵ لوبډلو ترمنځ ترسره شو، خو له همدې نېټې راپه دېخوا بیا تر اوسه نه دی ترسره شوی.

تړلي موضوعات