نږدې راتلونکي کې به له ترکمنستان سره لوی قراردادونه وشي
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیز د ترکمستان په پلازمېنه عشق اباد کې د افغان – ترکمن ګډ نندارتون تر پای ته رسېدو او هېواد ته له راستنېدو وروسته ویلي، چې په دغه نندارتون کې د افغانستان محصولات او تولیدات د ترکمنستان او هلته د راغلو نورو بهرنیانو د خوښۍ وړ وګرځېدل.
ښاغلي عزیزي وویل، په نږدې راتلونکي کې به په بېلابېلو برخو کې له ترکمنستان سره لوی قرار دادونه وشي.
نوموړي زیاته کړې، د رنګ سکټور، د اوسپنې ویلي کول او د مرمر ډبرې له مهمو برخو او توکو څخه وو، چې قرار دادونه یې ترلاسه او د هېواد زیاته برخه محصولات په دې نندارتون کې وپلورل شول.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغان – ترکمن ګډ نندارتون کې له ایښودل شویو د هېواد لس ټنه بېلابېلو محصولاتو او تولیداتو څخه ډیره برخه یې پلورل شوي چې دغه نندارتون وړمه ورځ د ترکمن او افغان لوړ پوړو چارواکو په شتون کې پیل تېره ورځ پای ته ورسېد.