ا.ا په هېواد کې د پاتې وسلو ساتنې او خوندیتوب ته ژمن دی

ا.ا په هېواد کې د پاتې وسلو ساتنې او خوندیتوب ته ژمن دی افغانستان
په افغانستان او سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت غوښتونکي دي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د وسلو ټولولو په اړه د پوهاوي نړېوالې ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي، د سولې په رامنځته کولو او ټینګښت کې د وسلو راټولول یو اغېزمن اقدام دی. 

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان د دې ورځې په مناسبت له نړېوالې ټولنې سره په ګډه کار کوي او له ټولو اسلحه تولیدوونکو هېوادونو یې غوښتي، چې د وسلو په توليد او پلور سره د بشريت د تباهۍ او بې ګناه خلکو د وژنې لامل نه شي. 

ښاغلي قانع زیاته کړې، چې د تېرو څو لسیزو پر مهال د یرغلګرو هېوادونو د وسلو د سیالۍ له امله د سپکو او درنو وسلو، ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو له کارولو او ازمایښت څخه افغانان ډېر سخت زیانمن شوي دي. 

کورنیو چارو وزارت په دې پیغام کې ټينګار کړی، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د پاتې شویو وسلو ساتنې او پالنې ته ژمن دی او په افغانستان او سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت غوښتونکي دي. 

د یادونې وړ ده، چې ملګرو ملتونو د مارچ پنځمه د بې وسلې کولو او د وسلو د نه خپریدو په اړه د پوهاوي د نړېوالې ورځې په توګه نومولې او دا ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

تړلي موضوعات