د افغانستان دفاع وزیر د ډيميډيکس دفاعي نندارتون کې

د افغانستان دفاع وزیر د ډيميډيکس دفاعي نندارتون کې افغانستان
د افغانستان لوړ رتبه نظامي چارواکي ډيميډيکس نندارتون کې

د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د هېواد وسلوالو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت قطر هېواد کې دفاعي نندارتون کې ګډون کړی.

د ملي دفاع وزارت ویلي، چې مولوي محمد یعقوب مجاهد او ورسره مل پلاوي په یاد نندارتون کې له بېلابېل ډوله وسلو څخه لیدنه کړې ده.

یاد نندارتون د مختلفو نړېوالو شرکتونو لخوا جوړ شوی دی.

وزارت زیاته کړې، چې یادو لوړ رتبه افغان نظامي چارواکو د قطر هېواد له لوړ پوړو چارواکو او د دې هېواد دفاع وزیر سره هم کتلي دي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان دفاع وزیر او مل پلاوي تېره ورځ قطر هېواد ته سفر کړی وو.

تړلي موضوعات