د افغانستان دفاع وزیر قطر ته په رسمي سفر روان شوی
د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د هېواد د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په رسمي سفر قطر هېواد ته روان شوي.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د دې سفر په اړه ویلي، چې دفاع وزیر او لوی درستیز به هلته د ډيميډيکس په نامه دفاعي غونډه او نندارتون کې ګډون وکړي.
د یاد وزارت ویاند زیاته کړې، چې یاد لوړ پوړي افغان نظامي چارواکي به د یاد نندارتون سربېره د قطر لوړ رتبه چارواکو سره هم لیده کاته ولري.