هېواد کې درنې واورې؛ د څارویو ژوند ژغورلو په موخه ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې

هېواد کې درنې واورې؛ د څارویو ژوند ژغورلو په موخه ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې افغانستان
د اسلامي ملي اردو منسوبین فارباب کې څارویو ته خوراکي توکي رسوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې د څارویو تلف مخنیوي په موخه د هېواد رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند لخوا تېره ورځ عاجله او ځانګړې غونډه شوې او څارویو ساتنې، خوراکي توکو رسولو او تاوده ساتلو په موخه ۵۰ میلیونه افغانۍ ورته منظورې شوې، چې د اړتیا په صورت کې به نورې پیسې هم ورته ځانګړې شي.

وروستیو سختو اورښتونو له کبله بلخ، جوزجان، فاریاب، هرات او بادغیس ولایتونو کې ګڼ څاروي تلف شوي او ډېر نور د تلف له خطر سره مخ دي.

بلخوا د ملي دفاع وزارت تېره شپه خبر ورکړی، چې فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې د څارویو د ژوند ساتلو او هغوی ته د خوراکي توکو رسولو په موخه مرستې رسول شوې دي.

د دفاع وزارت له لوري خپاره شويو انځورونو کې ښکاري چې د اسلامي ملي اردو منسوبین بار وړونکو نظامي موټرو کې څارویو ته خوراکي توکي وړي او په واوره کې ایسار څاروي ژغوري.

ښاغلي مجاهد د تېرې ورځې غونډې په اړه زیاته کړې، چې غونډه کې تصمیم ونیول شو چې د ذکر شوو ولایتونو د واليانو په مشرۍ په هر ولایت کې یوه یوه کمېټه جوړه شي، چې د قول اردو ګانو، امنیه قومندانیو، ټولګټو چارو، عامې روغتیا او نورو خدماتي ادارو استازي به په کې موجود وي او هرڅه ژر به په یادو ولایتونو کې د توان مطابق  خپل ټول امکانات په کار اچوي.

د یادونې ده، چې له تېرې اونۍ راهیسې هېواد کې یو ځل بیا د سختو اورښتونو څپه پیل شوې ده، چې لا هم د هېواد نږدې ټولو ولایتونو کې اورښت پیل دی او یا یې اټکل دی.

تړلي موضوعات