د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي – اقتصادي مطالعاتو د پیل هوکړه لاسلیک شوه

د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي – اقتصادي مطالعاتو د پیل هوکړه لاسلیک شوه سوداګرۍ او اقتصاد
افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ

د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، د افغانستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو مسئولینو له لوري د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو د پیل په موخه هوکړه لاسلیک شوه.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه مطالعات د ADL Ulanish شرکت له لوري ترسره کېږي، چې د هېوادونو او سوداګرو د پانګونې د جذب لپاره به ترې ګته واخیستل شي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژه چې د افغانستان له خاورې په تېرېدو د اوسپنې پټلۍ له لارې منځنۍ اسیا له سویلي اسیا سره نښلوي، له مزار شریف څخه پیل او د ۶۴۷ کیلومټره په اوږدوالي له سمنګان، بغلان، بامیان، میدان وردګ، لوګر او پکتیا ولایتونو څخه په تېرېدلو سره د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ کې له پاکستان سره نښلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه پروژه له کلونو راهیسي تر بحث لاندې وه، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې لومړنۍ سروې ترسره او مسیر یې د ا.ا کابینې له لوري تائید شو.

تړلي موضوعات