د مس عینک کان د استخراج قرار داد به په ښه ډول عملي شي

د مس عینک کان د استخراج قرار داد به په ښه ډول عملي شي سوداګرۍ او اقتصاد
د مس عینک کان د استخراج قرار داد به په ښه ډول عملي شي

په چین کې د افغانستان لوی سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي د ایم سي سي چینایي شرکت له رئیس وانګ جیچنګ سره په کتنه کې د مس عینک کان د استخراج په اړه خبرې کړې دي. 

په چین کې د افغانستان سفارت ویلي، د مس عینک کان قرار داد به د دواړو هېوادونو په همکارۍ له خپلو مندرجاتو سره په سم ډول عملي شي. 

په دې کتنه کې د یاد شرکت رئیس د مس عینک کان د استخراج د قرار داد په تړاو له یو لړ پرمختګونو هم خبر ورکړی دی. 

دا کتنه په داسې مهال ترسره کېږي، چې تر دې وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو په وار وار د یاد کان د قراردادي شرکت له مسؤولینو څخه د میس عینک کان د ژر تر ژره د استخراج چارو د پپل کېدو غوښتنه کړې ده.

تړلي موضوعات