افغانستان د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې له ۱.۳ میلیارډ دالرو زیات صادارت درلودل

افغانستان د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې له ۱.۳ میلیارډ دالرو زیات صادارت درلودل سوداګرۍ او اقتصاد
پاکستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د شمېرو له مخې افغانستان د روان کال په نهو میاشتو کې د ۱ میلیارد ۳۵۵میلیون ډالرو صادرات او ۶ میلیارد او ۲۲۸ میلیون ډالرو په ارزښت واردات درلودل. 

دې ادارې ویلي، چې په صادراتو کې وچې میوې، طبې بوټي، معدني مواد او تازه مېوې شاملې دي، چې ډېری یې پاکستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي. 

له بلې خوا په یاده موده کې نفتي توکي، روغنیات، ماشین الات، ټرانسپورټي وسایط و پرزې، چې ډېره برخه ېې له ایران پاکستان او چین څخه هېواد ته را وارد شوي دي. 

دغه ارقام پر داسې مهال ورکول کېږي، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي د ۱۴۰۱ کال نهو میاشتو په پرتله د هېواد واردات تر یو میلیارد ډالرو زیاتوالی ښيي، چې د هېوادوالو له لوري د پير توان د لوړوالی کچه په ګوته کوي.

تړلي موضوعات