د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره هڅې دوام لري

د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره هڅې دوام لري روغتیا
نورو مرستو ترڅنګ د روغتیایي برخه کې هم دوامدارو مرستو ته ژمن دی

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد په کابل کې د ترکیې له سفیر جک اونال سره په کتنه کې د روغتیا په برخه کې په ګډې همکارۍ او د افغان روغتیایي کارکوونکو ظرفیت پر لوړونې ټینګار کړی دی. 

ښاغلي عباد په دې کتنه کې ویلي، د روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړول د دې وزارت لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې هڅې دوام لري. 

له بلې خوا په دې کتنه کې د ترکیې سفیر ویلي، هیواد یې له افغانستان سره د نورو مرستو ترڅنګ د روغتیایي برخه کې هم دوامدارو مرستو ته ژمن دی.

تړلي موضوعات