تورخم دروازه په مشروط ډول د ترانزیټ پرمخ تړل شوې

تورخم دروازه په مشروط ډول د ترانزیټ پرمخ تړل شوې افغانستان
د تورخم دروازه

د تورخم کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب حریت راډیو ته وايي، چې د تورخم دروازه يو ځل بيا د پاکستاني مسؤلینو له لوري د ټرانزیټ پرمخ نن غرمه په داسې حال کې په مشروط ډول وتړل شوه، چې له موټر چلوونکو څخه يې د ويزې او پاسپورت غوښتنه کوله.

کميسار زیاتوي، چې دوی هم ورته اقدام کړی او هغو پاکستاني موټر چلوونکو ته اجازه نه ورکوي، چې ويزه او پاسپورت ونه لري.

تر دې وړاندې په دغه لاره له بار وړونکو موټرو د تګ - راتګ لپاره د پاسپورت او ويزې غوښتنه نه کېدله، خو نن يو ځل بيا پاکستاني لوري په همدې بهانه لاره د ټرانزيټ پرمخ وتړله.

تړلي موضوعات