د ګوانتانامو دوه افغان بندیان کابل ته راستانه شول

د ګوانتانامو دوه افغان بندیان کابل ته راستانه شول افغانستان
راخلاص شوي افغان بندیان، لومړی کس حاجي عبد الكريم او دویم ملا عبد الظاهر صابر

ملا عبد الظاهر صابر او حاجي عبد الكريم هغه دوه تنه افغانان وو، چې د اشغال پر مهال له نیول کېدو وروسته د امریکا وحشي زندان ګوانتانامو ته انتقال شوي وو او له کلونو بند وروسته بیا عمان سلطنت ته سپارل شوي وو.
نن سهار د ګوانتانامو دا دوه افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت په هڅو کابل ته را انتقال شول او کابل نړېوال هوايي ډګر کې یې تود هرکلی وشو.

دوی دواړه څوک دي او کله نیول شوي؟

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې حاجي عبد الكريم د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د ووزيانو د کلي اوسېدونکى دى، چې د ۲۰۰۲ زېږديز کال د اګسټ د مياشتې په ۱۴ مه د پاکستاني حکومت له لوري نیول شوی و، چې له څو میاشتني بند وروسته امريكايانو ته سپارل شوی و.

عبد الكريم د ۲۰۰۳ کال په لومړيو کې امريکايانو ګوانتانامو ته ولېږدوه چې د ۱۴ کلونو زندان او ربړو وروسته له یاد امریکايي زندان څخه عمان سلطنت ته يوړول شو.
نوموړی اووه کاله په عمان هېواد کې اوسېده او په یاده موده کې يې بهر ته د تګ اجازه نه لرله.

ملا عبد الظاهر صابر؛ نوموړی د لوګر مرکز حصارک کلي اوسېدونکی دی، چې ۲۰۰۲ کال کې امریکايي اشغالګرو لخوا ونیول شو او د همدې کال په اکټوبر میاشت کې له بګرام څخه د ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شو. 
ملا صابر هم ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر ۱۶ له ګوانتانامو زندانه خلاص او عمان هېواد ته ولېږدول شو، چې نوموړی هم اوه کاله په عمان کې تر څار لاندې و او بهر ته یې د تګ اجازه نه لرله.

د یادونې ده، چې افغانستان اسلامي امارت له دې وړاندې حاجي بشر نورزی او اسدالله هارون ګل هم د امریکا له ګوانتانامو زندان څخه را ازاد کړي وو، چې نوموړو هم کلونه کلونه یاد امریکايي زندان کې بند تېر کړی وو.
#حریت_راډيو
زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: https://t.me/HurriyatPa

تړلي موضوعات