د سړکونو، لویو لارو رغونې، ساتنې او څارنې پر ۱۷۳ پروژو کار دوام لري

د سړکونو، لویو لارو رغونې، ساتنې او څارنې پر ۱۷۳ پروژو کار دوام لري بیارغونه او پراختیا
په دغو پروژو کې ۱۵زره او ۱۷ تنو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې

 دټولګټو چارو وزارت د خبر له مخې روان کال په ټول هېواد کې د سړکونو، لویو لارو د رغونې، ساتنې او څارنې، اجناسو او غیرمشورتي خدمتونو په برخه کې د څه باندې ۱۷۳ پروژو کار جریان لري. 

یاد وزارت زیاته کړې، چې په دغو پروژو کې ۱۵زره او ۱۷ تنو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې. 

ټولګټو چارو وزارت ویلي، د دغو پروژو له ډلې یو شمېر لویي لکه، د کابل – کندهار لويې لارې د بیارغونې، کندهار- هرات، غور- هرات، کندهار- ارزګان لويې لارې د رغونې، د سالنګونو لویي لارې د اساسي رغونې او دځینو نورو لارو د ترمیم او بیارغونې چارې شاملې دي. 

په ورته مهال دې وزارت ویلي، په ټول هېواد کې د سړګونو د ساتنې او څارنې ۱۰۹ پروژو کار پیل شوی، چې د ۷۶ لګښت یې له پراختیايي او د ۳۳ نورو یي له عادي بودیجې څخه ورکول کېږي. 

د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې په دغو پروژو کې شاوخوا ۲۵ پايې لوی پلونه او د ګڼ شمېر نورو پلګوټو کارونه هم شامل دي چې د ځینو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

تړلي موضوعات