نړۍ دې داقلیمي بدلون په برخه کې شکلي تعامل نه کوي
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په ننګرهار پوهنتون کې د اقليمي بدلون نړیوال کنفرانس د پیل پر مهال ویلي، نړۍ دې د اقلیمي بدلون په برخه کې شکلي تعامل نه، بلکې د بشریت د ژغورلو لپاره هڅه وکړي.
ښاغلي خیرخواه زیاته کړې، چې د اقلیمي بدلون په برخه کې به له افغانستان سره د نړۍ له لوري د شوي ظلم پر وړاندې خپل غږ پورته کړي او د هېواد د موسمونو، سیندونو او اوبو د یرغل پر وړاندې به په کلکه ودرېږي.
نوموړي ټینګار کړی، چې داقلیمي بدلون په برخه کې به د دعوی تر سرحده نه، بلکې د عمل ترسرحده کار وکړي، ځکه د اقلیمي بدلون په اړه ورته د افغانستان قضیه ارزښت لري.
ښاغلي خیرخواه په خپلو خبرو کې راتلونکی کال په کابل پوهنتون کې د زرغون انقلاب، په پولي تخنیک پوهنتون کې د اوبو او په بدخشان کې د ګرځندویي صنعت په اړه د نړیوالو کنفرانسو د جوړېدو خبر ورکړی.
د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ یاد نړیوال کنفرانس پر داسې مهال دایریږي چې دا مهال افغانستان تر بل هر وخت د اقلیمي بدلون له ستر ناورین سره مخ دی، چې له امله یې نږدې ۳۰میلیونه افغانان پاکو اوبو ته لاسرسی نلري.