نړۍ هڅه کوي مسلمانان په بېلابېلو ډلو سره ووېشي

نړۍ هڅه کوي مسلمانان په بېلابېلو ډلو سره ووېشي سیمه
په اقتصادي، امنیتي، سیاسي او نورو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د زده کړیالانو یو غونډې ته په خبرو کې د نړۍ پر هغو پروګرامو نیوکه کړې، چې د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې لامل کېږي. 

امیرخان متقي په دې غونډه کې ویلي، نړۍ ډېر داسې پلانونه او دسیسې تر لاس لاندې لري، چې د مسلمانانو ټولنې په قوم، مذهب، تنظیم او نورو ډلو ټپلو سره ووېشې. 

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په اقتصادي، امنیتي، سیاسي او نورو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. 

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې داسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره که څه هم کوم هېواد په رسميت نه دی پېژندلی، خو بیا هم د اسلامي امارت د متوازن بهرني سیاست په پایله کې د ګڼ شمېر بهرنیو هېوادونو سفارتونه په افغانستان کې فعال حضور لري او په ۱۷ هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ فعالیت کوي. 

دا په داسې حال کې ده، چې په تازه تازه دوه اونۍ وړاندې د چین ولسمشر د افغانستان سفیر باور لیک منلی او په دې برخه کې یې د نړۍ نورو هېوادونو ته دا جرئت ورکړ، چې له اسلامي امارت سره تعامل ته راوړاندې شي.

تړلي موضوعات