غزني کې ۳۲۰ طالبـان له دیني زده کړو څخه فارغ شوي دي

غزني کې ۳۲۰ طالبـان له دیني زده کړو څخه فارغ شوي دي افغانستان
فارغ طالبان

نن د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ کې له نورالمدارس فاروقي مدرسې بېلابېلو دورو څخه ۳۲۰ تنه طالبان فارغ شوي او د فضیلت دستار ورته پر سر شوی.

د غزني ولایت مقام ویاند حافظ عمر وايي، چې په دې فراغت غونډه کې د افغانستان د استخباراتو لوی رئیس ملا عبدالحق وثیق، د غزني والي حافظ محمد امین عمري، د کابل د علماوو شورا رئیس شیخ الحدیث خلیفه دین محمد، ځايي مسؤلینو، ګڼو علماوو او ولسي خلکو ګډون کړی وو.

غونډه کې علماوو له فارغ شویو طالبـ.انو څخه غوښتنه کړې، چې خپل ځانونه دې په عصري او سیاسي علومو هم سمبال کړي، تر څو له سیال هېوادونو سره دغه هېواد سیال وساتي.
حافظ عمر زیاتوي، چې دې غونډه کې د جهادي مدرسو عمومي مسؤل شیخ الحدیث عبدالواحد د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله راستول شوی پیغام ګډونوال ته ویلی او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د دیني مدرسو ملاتړ ته ژمن دی او یوازې په روان کال کې یې سل زره د استادي بستونه دیني مدرسو ته منظور کړي دي.

یاده دې وي، چې نورالمدارس فاروقي مدرسه له کلونو راهیسې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې فعاله ده، چې زرګونه زده کوونکي یې د قرآن کریم له حفظ، وړې او لویې دورې څخه فارغ کړي دي.

تړلي موضوعات