بدخشان شهر بزرګ ولسوالۍ کې واورې ښوېدو درې تنه مړه کړي

بدخشان شهر بزرګ ولسوالۍ کې واورې ښوېدو درې تنه مړه کړي افغانستان
بدخشان شهر بزرګ ولسوالۍ کې واورې ښوېدو درې تنه مړه کړي

د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د واورې ښوېدو له کبله درې تنو هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بدخشان ولایت امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د واورې ښوېدنې دغه پېښه د یاد ولایت شهر بزرګ ولسوالۍ شنګخواه کلي کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې د دې سیمي درې تنه ځوانان د خپلوانو له یوې جنازې څخه د بیرته راستنېدو پرمهال تر واورو لاندې شوي دي.

د  خبرپاڼې له مخې د مړه شویو هېوادوالو جسدونه د سیمي خلکو او شهر بزرګ ولسوالۍ امنیه قومندانۍ منسوبینو په ګډه له واورو څخه را ایستلي دي.

تړلي موضوعات