ننګرهار کې نږدې ۱۱۹ میليونه مندرس افغانۍ سوځول شوې

ننګرهار کې نږدې ۱۱۹ میليونه مندرس افغانۍ سوځول شوې افغانستان
مسؤلین د بانکنوټونو سوځولو وروسته

د افغانستان بانک وايي، چې ننګرهار ولایت کې تېره ورځ ۱۱۸ میلیونه او ۸۵۵ زره مندرس افغاني بانکنوټونه سوځول شوي دي.

د افغانستان بانک مرستیال نور احمد اغا د یادو مندرسو بانکنوټونو د سوځولو پر مهال له هېوادوالو غوښتي، چې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې افغانۍ و کاروي او د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه وکړي.

نور احمد اغا زیاته کړې، چې د بانکنوټونو ساتنه یو ملي مسئولیت دی او ټول هېوادوال باید د دې مسئولیت په تر سره کولو کې ونډه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې دې سوځول شويو افغانيو کې د يو ګون، دوه ګون، پنځه ګون، لسګون، شلګون، پنځوسي، سلګون، پنځه سوه ګون او زرګون نوټونه شامل وو.

تړلي موضوعات