قطر کندهار کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي

قطر کندهار کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي روغتیا
د افغانستان او قطر بیرغونه

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، چې قطر هېواد په کندهار ولایت کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي؛ چې ژر به یې د جوړېدو چارې پیل شي.

ډاکټر شرافت زیاتوي، چې همدارنګه قطر هېواد سره تفاهم شوی، چې یاد هېواد کې افغان ډاکټرانو ته تخصصي پروګرامونو کې د زده کړو زمینه برابره کړي.
د نوموړي په خبره، چې ژر به قطر هېواد سره تخصصي پروګرامونو کې د ګډون په هدف د افغان ډاکټرانو نوملړ شریک شي.

تړلي موضوعات