د غزې شمال او غرب څخه اسرائيلي عسکر په ناڅاپي ډول وتلي

د غزې شمال او غرب څخه اسرائيلي عسکر په ناڅاپي ډول وتلي نړۍ
اسرائیلي اشغالګر تر برید لا | ارشیف

الجزيرې تلوېزیون خبر ورکړی چې اسرائيلي اشغالګر ځواګونه په ناڅاپي ډول د غزې شمال او غرب سيمو څخه وتلي.

الجزيرې ويلي، چې اسرائيل د غزې شمال کې د عطاطرة، سلاطين، توام او ځينو نورو سيمو څخه وتلي. خپاره شوي انځورونه څرګندوي چې هلته اسرائيلي ځواکونو ډېرې ودانۍ او کورونه ويجاړ کړي.

بلخوا نا تايید شوي راپورونه وايي، چې اسرائيلو د فلسطيني مقاومت ځينو شرطونو په منلو سره اوربند او د بنديانو تبادلې ته غاړې اېښې ده.

د يديعوت احرونوت اسرائيلي ورځپاڼې په وينا حمـ. اس ډله په دې ټينګار کوي چې په راتلونکې تبادله کې دې د مروان البرغوثي، عبد الله البرغوثي او أحمد سعدات په څېر ستر سياسي او عسکري بنديان هم شامل شي.

د يادونې وړ ده چې پورته ذکر شوي فلسطيني بنديان اکثر په اعدام او عمري بند محکوم دي چې په دې لړ کې عبد الله البرغوثي يې د ۶۷ اسرائيلو د وژلو په تور ۶۷ ځله په عمري بند او ۵۲۰۰ کلونو زندان محکوم دی.

د حماس ډلې په ټينګار سره ويلي چې يوازې د دايمي اوربند او زياتره فلسطيني بنديانو د پرېښودلو په صورت کې به د بنديانو تبادلې ته غاړه کېږدي.

تړلي موضوعات