د چین ولسمشر د اسلامي امارت د لوی سفیر باور لیک منلی

د چین ولسمشر د اسلامي امارت د لوی سفیر باور لیک منلی سیمه
د چین ولسمشر او د افغانستان لوی سفیر

د چین هېواد ولسمشر شي جین پینګ د چین لپاره د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفیر او فوق العاده استازي مولوي اسدالله بلال کریمي باور لیک نن د ځانګړو تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې منلی دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، چې د چین ولسمشر د ا.ا‌.ا د لوی سفير او ځانګړي استازي په توګه د بلال کریمي د باورلیک منلو پرمهال نوموړي ته چین ته د سفیر په توګه ښه راغلاست ووایه او په کارونو کې یې ورته د بري هیله څرګنده کړه.

ښاغلی بلخي زیاتوي، چې په دې مراسمو کې د اسلامي امارت د لوی سفیر سربېره د ۴۱ نورو هېوادونو سفیرانو هم د چین ولسمشر ته خپل باورلیکونه وسپارل.

یادو مراسمو کې د افغانستان لوی سفیر د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ سره هم لیدلي او بلال کریمي ته یې د باور لیک وړاندې کولو له امله مبارکي ویلې.

بلال کریمي د تېر میلادي کال د وروستۍ میاشتې ډیسمبر په لومړۍ نېټه خپل باور لیک د چین بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو لوی رئیس هونګ لې ته سپارلی و او په رسمي ډول یې د افغانستان لوی سفیر په توګه دنده پیل کړی و.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې د افغانستان او چین تر منځ ډیپلوماټیکې اړیکې لوړې کچې ته پورته شوې دي، چې ورسره د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې هم مخ په پراخېدو دي.

بلخوا د چین ولسمشر په داسې حال کې د اسلامي امارت د سفیر او ځانګړي استازي باور لیک مني، چې تېره ورځ کابل د چین په ګډون د یوولس ګاونډیو او سیمې هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو کوربه و، چې په ګڼو سیمه ییزو موضوعاتو د افغانستان بهرنیو چارو وزیر سره غږېدلې او بحثونه یې کړي دي.

تړلي موضوعات