کاناډا کې د موټر وهنې يوه پېښه کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کاناډا جنوب لويديځ لور ته په وانکوور (Vancouver) ښار کې يوه موټر چلوونکي تېره شپه د فلپيني وګړو په يوه ګڼه ګوڼه موټر ورخېژولی او ۱۴ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
چارواکي وايي، چې دا فلپيني وګړي د يوه فسټيوال لپاره دلته راټول شوي وو.
د وانکوور د پوليسو ادارې په اېکس په يوه خبر کې ليکلي دي، چې موټر چلوونکي له پېښې وروسته د تېښتې هڅه کړې خو د خلکو له لوري نيول شوی او پوليسو ته سپارل شوی دی، چې دا مهال له پوليسو سره دی او پلټنو کې له پرمختګ وروسته به د پېښې په اړه نور معلومات ورکړل شي.
د کاناډا رسنيو ويلي، چې پېښه کې لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي دي چې يو کوچنی هم په کې دی او ۶ نور ټپيان دي.
يوه لاروي ځايي رسنيو ته ويلي، چې يو وارې چيغې شوې، ګورم چې د سپورټ يو تور رنګ موټر په خلکو وروخوت، چې له امله يې نږدې ۱۲ تنه مړه او ټپيان شول.
د کاناډا لومړي وزير په پېښه سخته خواشيني ښودلې او د قربانېانو له کورنيو سره يې ځان په غم شريک ښودلی دی.
هغه په اېکس په يوه ځړونه کې ليکلي، «د وانکوور د تېر ماښام د وېروونکې پېښې له امله هک پک يم، د قربانېانو کورنيو او د ټول ښار اوسېدونکو ته خپله تسلي وړاندې کوم... موږ وضعيت له نږدې څارو.»
د یادونې وړ ده، چې دا فسټيوال د لاپو- لاپو په نوم پېژندل کېږي، چې د فلپيني وګړو يو لوی فسټيوال دی او په کال کې يې يو ځل ترسره کیږي.