بهرنیو چارو وزیر خپل ازبکستاني سیال سره ټیلفوني خبرې کړې

بهرنیو چارو وزیر خپل ازبکستاني سیال سره ټیلفوني خبرې کړې افغانستان
ازبکستاني سیال سره د بهرنیو چارو وزیر ټیلفوني خبرې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي خپل ازبکستاني سیال بختیار سعیدوف سره ټیلفوني خبرو کې د دوه او څو اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د سیاسي، اقتصادي او ټرانزېټي همکاریو پراختیا او افغان – ټرانس پروژې په اړه خبرې کړې دي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې ټیلفوني مکالمه کې د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر سعیدوف د روان ۲۰۲۵ کال لومړیو څلورو میاشتو کې ازبکستان ته د افغانستان صادراتو درې برابره کېدو په اړه خوښي ښودلې او ژمنه یې کړې، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ټرانزېټي برخو او افغانانو ته د وېزو ورکړې برخه کې به لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

بلخوا مولوي امیرخان متقي ویلي، افغانستان د سترو سیمه ییزو اقتصادي پروژو پلي کولو ته بشپړ چمتووالی لري په خبره یې، له دې فرصت باید د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره استفاده وشي.

دې ټیلفوني خبرو کې دواړو لوریو د افغانستان، ازبکستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د درې اړخیزې ناستې د ځای او نېټې په اړه هم بحث کړی دی.

تړلي موضوعات