بلوچستان کې ۱۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي
د بلوچستان کویټې ښار مارګت سیمه کې د سړک غاړې ماینچاودنه کې ۱۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي.
انډیا ټوډي خبر ورکړی، چې دغه برید د بلوڅ ازادي غوښتونکو له لوري شوی او د پاکستاني پوځیانو یو کاروان په کې په نښه شوی دی.
بلخوا د بلوڅ ازادي غوښتونکو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه برید یې له لرې واټن څخه د کنټرولوونکې دستګاه په وسیله کړی، چې په پایله کې د پاکستاني پوځیانو یو موټر په بشپړ ډول له منځه تللی او په کې سپاره ۱۰ تنه وژل شوي دي.
د یاد غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بلوڅانو ازادي لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او راتلونکو ورځو کې به یې د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې عملیات څو برابره زیات شي.