د ازموینې ملي اداره: سږکال به د ماسټرۍ پروګرام کې د جذب ظرفیت ۳ زره کسانو ته پورته شي
د ازموینو ملي ادارې مسؤلینو نن د حکومت رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته وویل، سږني کانکور ازموینه کې د لېسانس دورې د جذب ظرفیت څه باندې ۷۶ زره او د نیمه لوړو زده کړو د جذب ظرفیت بیا ۳۳ زره او ۵۵۰ تنه دی.
مسؤلینو زیاته کړه، چې کانکور ازموینه به په بشپړ شفافیت ترسره شي څو وړ او استعداد لرونکي کسان لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړي.
په دې خبري غونډه کې د ازموینې ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني ویلي، د سږني کانکور ازموینې لپاره ښه چمتووالی نیول شوی او د ازموینې لپاره د پوهنې وزارت د موجوده نصاب له مخې په پښتو، دري، عربي او انګلېسي ژبو نوې او معیاري پوښتنې جوړې شوې دي.