د سږ کال کانکور ازموینې نېټه اعلان شوه
د ازموینې ملي ادارې مسؤلینو د یوې خبري غونډې پر مهال د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې نېټه اعلان کړه او ویې ویل چې د سږني کانکور ازموینه به د روان کال د غبرګولي په اوومه نېټه پیل او د چنګاښ تر ۲۰مې به دوام وکړي.
د یادې ادارې مسئولینو په خبره، د کانکور ازموینه به په پنځو پړاونو کې واخېستل شي، چې لومړي پړاو کې یې میدان وردګ، لوګر، پروان، پنجشېر، کاپیسا، غزني، پکتیکا، بغلان، غور، بامیان او دایکنډي ولایتونه شامل دي.
د یادې حکومتي ادارې مسؤلین زیاتوي، د سږ کال کانکور ازموینې ترسره کېدو لپاره یې پوره چمتووالی نیولی، چې د پوهنې وزارت موجوده نصاب پر اساس نوي او معیاري سوالونه په پښتو، دري، عربي او انګلېسي ژبو چمتو شوي دي.
د یادونې ده، چې ازموینې ملي ادارې هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې ازموینه به په بشپړ شفافیت ترسره شي څو وړ او استعداد لرونکي کسان لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړي.